سنبله 18, 1402 16:20 Asia/Kabul
  • د مخ او لاسونو پړسوب د څه شي نخښې دي؟

کله کله د یو چا مخ او يا هم لاسونه پړسيږي چې هغه هم ځيني لاملونه او نښې لري. د دغو نښو یا د پړسوب د ناروغیو نښو په اړه لاندې لیکنه ولولئ!

د مخی د پړسوب په تړاو:

د مخ د پړسوب په تړاو، د سترګو تر شا پړسوب او سیسټمیکو ناروغیو ډېرې د پام وړ دي؛ د مثال په توګه، هایپوتایرویډیزم او نیفروټیک سنډروم چې په پښتورګو کې د پروټین د اخراج له امله رامینځته کیږي او معمولا د مخ له پړسوب سره څرګندیږي.

د سنډروم لرونکي خلک معمولا سهار له پړسېدلي مخ سره پاڅیږي ، او د شپې له خوا يې پړسوب د پښو خواته ته ځي. ډېری التهابي ناروغۍ هم کولی شي د مخ پړسوب رامینځته کړي ، کوم چې معمولا د رنګ د بدلون او د پوټکي له سور کېدو سره مل وي. د سترګو یو اړخیز پړسوب هم معمولاْ یو موضعي لامل کېدای شي.

د لاس پړسوب د څه شي نښه ده؟

د لاس د پړسوب لامل په دې پورې اړه لري چې د لاس څومره برخه پړسېدلې ده. د بېلګې په توګه، که پړسوب یوازې د مړوند تر ساحې پورې وي، د یوې عامې ناروغۍ لکه سکلیروډرما (د روماتیسمي ناروغۍ یو ډول) احتمال روښانه کوي. د لاسونو د پړسېدو رامنځته کوونکې نورې ناروغۍ چې د لاسونو د شا د پړسوب لامل ګرځي، د روماتایډ ارتریتس، tenosynovitis او د روماتولوژیکي ناروغیو یادونه کولی شو.

که پړسوب په ټول لاس او په یوه خوا کې وي نو نور اختلالات په کې مطرح کيږي. سربیره پردې ، هماغه لښته کېدل چې په پښه کې رامینځته کیدی شي په لاس کې هم رامینځته کیږي او د پړسوب لامل کیږي. که دواړه لاسونه یو ځای پړسیدلي وي، د سیسټمیک ناروغیو کېدون يې شته. ځینې ​​​​وختونه، له بده مرغه، د سرطان لاملونه (لکه د سینې سرطان او لمفاوي غدې) په لاسونو کې د یو اړخیز پړسوب لامل کیږي.