سنبله 18, 1402 16:04 Asia/Kabul
  • د بدن د پړسوب د کمولو لارې چارې

وروسته له دې چې د پړسوب نښو څخه خبر شئ، او مخکې له دې چې د ځان پاملرنې ګڼو تخنیکونود ترسره کولو هڅه وکړئ، خپل ډاکټر سره خبرې وکړئ چې څه وکړئ.

- خپلو غړو او اعضاوو ته حرکت ورکړئ!

ځکه دا کېدای شي اضافي مایع بیرته زړه ته په پمپ کولو کې مرسته وکړي.

- د ښکیلې ساحې ساتنه

پړسېدلی ځای یا غړی لوند یا مرطوب وساتئ!

- د پړسېدلي غړي زور کول په فشار سره

که ستاسو د ټیټو غړو څخه یو یې د پړسوب له امله اغیزمن شوی وي، ستاسو ډاکټر ممکن د ځانګړو جرابو د کارولو وړاندیز درته وکړي ترڅو د التهاب مخه ونیسي.

- د زړه له سطحې پورته کول

په ورځ کې څو ځله د خپل بدن اغېزمنه شوې برخه د زړه له سطحې څخه پورته وساتئ. په ځینو مواردو کې، د خوب په وخت کې د بدن اغیزمنه برخه پورته کول هم کېدای شي ګټوره وي.

- بنداژ وکاروئ!

په یو بنداژ یا بانډ سره د زړه په لور د اغېزمنې ساحې ورتړل، خو داسې نه چې ځان پرې ودردوئ. بنداژ ممکن د ساحې څخه د اضافي مایع په ایستلو کې مرسته وکړي.

- د مالګې لږ کارول

د مالګې د لږې کارولو په اړه له خپل ډاکټر مشورې وکړئ. مالګه کولی شي د مایع ساتل ډېر کړي او د پړسوب درد او رنځ مو لاپسې خراب کړي. په سږو او پښو کې پړسوب کېدای شي د ژوند له پاره ګواښونکي وي. په سږو کې اذیما د سږو امبولیزم، د زړه د ناروغۍ او ستونزو، یا د پښتورګو ناروغۍ د ژوند له پاره ګواښوونکي کېدی شي. په هرصورت، په پښو کې د رګونونه بریا او کمېدو له امله رامینځته شوی پړسوب معمولا جدي نه وي مګر کولی شي د درد، وینې بهېدو، د پوستکي د ناروغیو او نورو لامل شي.