سنبله 18, 1402 15:47 Asia/Kabul
  • ځينې درمل د بدن د پړسوب لامل ګرځي

کله کله ناروغ د نورو ناروغیو درمل خوري او تر خوراک وروسته له هغو درملو سره حساسیت ښکاره کوي چې دا ددې لامل ګرځي چې بدن او یا پوستکی ورسره وپړسيږي.

ناروغ باید له هماغه لومړي سره دې ته ځير وي چې بدن يې ولې وپړسېد او بیا يې احتمالي لامل هم ډاکټر ته ووايي. ځينې درمل چې مسکن یا اراموونکي وي د بدن د پړسوب لامل ګرځي. د سردرد او اعصابو درمل هم د ورته پېښې د رامنځته کېدا لامل ګرځېدای شي.

د ځینو درملو اړخیز زیانونه:

- اسټروجنون درمل

- د شکرې ناروغۍ ځینې درمل

- د وینی لوړ فشار درمل

- غیر سټرایډ درمل 

کله کله لیدل شوي چې د بدن د پړسوب نښې د یوه جدي طبي حالت نښه ده. د شدید پړسوب درملنه کیدای شي د درملو په مرسته له بدن څخه د اضافي مایعاتو د ایستلو له امله هم وشي. په هرصورت، ډاکټر د ناروغ د طبي تاریخ سره سم علت تشخیصوي او د درملنې د مناسبې پروسې وړاندیز کوي.

د بدن د پړسوب ضعیف او معتدل لاملونه

- امینداوري

- د ښځې له میاشتنۍ ناروغۍ څخه مخکې نښې نښانې

- ډیر مالګین خواړه خوړل

- په یو ځای کې ډیر کښېناستل