سنبله 18, 1402 15:28 Asia/Kabul
  • د بدن پړسوب څه شی دی او څه نښې نښانې لري؟

پړسوب د بدن په مختلفو نسجونو کې د اضافي مایعاتو له امله رامینځته کیږي چې د بدن د پړسوب یا اذیما لامل کیږي. پړسوب کولی شي د بدن په هره برخه اغیزه وکړي.

پړسوب ډېری وخت د بدن په بېلا بېلو برخو لکه لاسونو او پښو کې لیدل کیږي. حتی د بدن پړسوب کېدای شي د درملو، امیندوارۍ، یا اصلي ناروغیو لکه د زړه ستونزه، د پښتورګو ناروغي، یا د ځيګر د سیروز پیچلتیا وي.

بايد يادونه وشي، چې د اضافي مايعاتو د له منځه وړلو له پاره په خوړو کې د مالګې کمول او د درملو اخيستل ډېری وخت پړسوب له منځه وړي، خو درملنه يې سلو په سلو قطعی نه ده.

د بدن پړسوب نښې:

کله چې پړسوب د یوې اصلي ناروغۍ نښه وي، ناروغي پخپله جلا درملنې ته اړتیا لري. پړسوب یا د بدن پړسوب د ځینو نورو علایمو سره هم وي، لکه:

- د ګېډې غټوالی

- ځلېدونکی یا کش شوی پوستکی

که دغه پوټکي ته د څو ثانیو لپاره فشار ورکړو نو وروسته یو ډول ژوروالی ساتي.

- د نسج التهاب یا پړسوب په مستقیم ډول د پوستکي لاندې، په ځانګړې توګه په پښو کې.

- په بدن کې د وینې کوچني رګونه (کیپلیرونه) مایعات خپروي.