د معدې د تېزابو ټیټه کچه د تغذيې د کمښت پر اغېزو سربیره کومې ستونزې مينځ ته راوړي؟
ځينې خلک د معدې له تېزابو کړيږي او ځيني بیا د د تېزابو له کمي کړيږي. دواړه حالتونه د اندېښنې وړه دي او ځآنګړې پاملرنه ورته په کار ده.
د معدې تېزابو ټیټه کچه د تغذیې د کمښت پر اغېزو سربېره لاندې ستونزې پيدا کولی شي:
۱. د ستړیا او د خوړو بېلابېل حساسیتونو هم رامینځته کوي.
۲. کولی شي د ناکافي هاضمي انزایمونو لامل هم شي.
۳. دا یوازې د ستونزو یوه کوچنۍ برخه ده، ځکه چې په معده کې د تیزابو د کمښت او وروسته د خوړو د نه هضمیدو له امله د انسان د اړتیا وړ غذايي مواد بدن ته نه رسېږي او د انسان وجود له ډول ډول ستونزو سره مخ کېږي.
د هغه د بدن غړي، اعضاء او نسجونه کمزوري کيږي. هرڅومره چې دا پروسه اوږده شي، نو روغتیایی ستونزې او نوي خطرونه به هم رامنځته شي.
د معدې د تېزاب درلودل څه ګټې لري؟
دا خبره یاده لرئ چې، د معدې تېزاب د خپل تېزابیت ځواک سره خواړه هضموي او ډیری میکروبونه له مینځه وړي. پر دې سربیره، د معدې تیزاب د هر ډول منرالونو، مغذي موادو او ویټامینونو په تجزیه او میده کولو کې لوی رول لري.