اندونیزیا: ښوونکې د حجاب نه اغوستلو له امله د ۱۴ نجونو ویښتان پرې کړي
د اندونیزیا په یوه ښوونځي کې یوې ښوونکې د ۱۴ نجونو ویښتان د حجاب د سم نه اغوستلو له امله پرې کړي دي.
د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې، ښوونکي د اندونیزیا د جاوا ښار په یوه ښوونځي کې وروسته له دې چې له حجاب څخه بهر ویښتان ولیدل شول، خپله غوسه څرګنده کړه.
په دغو زده کوونکو تور دی چې په ښوونځي کې یې سکارف په سمه توګه نه دی اغوستی، د سکارف لاندې یې د خولۍ په څېر یو شی هم اغوستی دی چې پر تندی یې ویښتان نه پټېږي.
د لېسې مشر څرګنده کړه، چې ښوونکي د شاګردانو وېښتان له تندي څخه لږ څه پرې کړي او یا یې له اوږدو څخه څه برخه پرې کړې چې له امله یې ښوونکي له والدینو بښنه غوښتې ده.
پداسې حال کې چې د اندونیزیا په ښوونځیو کې حجاب د ښځینه زده کونکو لپاره اجباري دی او د ټولو مذهبونو زده کونکو باندې پلي کیږي.
د سر د حجاب مسله په 2021 کې هغه مهال د سرلیکونو سر شوه، کله چې په سوماترا کې پر یوې عیسوۍ زده کوونکې د حجاب اغوستلو فشار راوړل شوی و.