له ۱۰ ورځو راهیسي میټا د ورځې ۱۰۰ زره ډالره جریمه کیږي
د اګست له ۱۴ څخه میټا شرکت، چې فیسبوک او انسټاګرام ورپورې تړلي دي، په ناروې کې هره ورځ یو میلیون کرونه (نژدې یو لک امریکايي ډالر) جریمه کېږي.
د رویټرز خبري اژانس دراپور له مخې، په ناروې کې د شخصي معلوماتو د ساتنې اداره وايي، د سوداګري اعلانونو لپاره د کاروونکو له شخصي معلوماتو د کا راخیستلو د بندیز په خاطر د فیسبوک او ایسټاګرام خاوند هره ورځ ۱۰۰ زره ډالره جریمه کوي.
د دې ادارې په وینا، د مټا شرکت د فیسبوک او انسټاګرام کاروونکو ته د سوداګري اعلانونو د استولو د اړوندو مقرراتو سرغړونه کوي.
له بلې خوا د میټا مدافع وکیل په محکمه کې وویل، چې د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې، چې ناروې هم پکې شامله ده، د سوداګري اعلانونو تر استولو مخکې به د کاروونکو نظر وغواړي چې ایا موافق دي او که نه دي.
ده په عین حال کې وویل چې نه پوهیږي په څومره موده کې به د خپلو کاروونکو نظرونه معلوم کړای شي نو هیله لري چې محکمه تر هغو چې میټا شرکت د خپلو کاروونکو نظر معلوموي، جریمه وځنډوي.
خو د ناروې د شخصي معلوماتو د ساتنې اداره وايي چې پرېکړه به پر ځای وي او هر کله چې میټا شرکت خپل نظر بدل کړ، هماغه مهال به په دې موضوع غور وکړي.