د بندونو درد یوه لاعلاجه ناروغي ده، خو ځینې خواړه یې اغېز کمولی شي
ډېر خلک د بندونو له درده ځوریږي او ځينې کسان مخکې له دې چې عمر یې پوخ او یا د زاړه عمر څښتن شي د بندونو په درد اخته وي چې له ډېرو کړاوونو سره مل ژوند تېروي.
د بندونو درد او سوی/سوزش یو عام طبي حالت دی چې په یو یا ډیرو بندونو/مفصلونو کې د التهاب له امله را پیدا کیږي. دا کولی شي د هر عمر او جنس په خلکو اغېزه وکړي خو په لویانو کې دا مرض ډیر عام دی.
د مفصلونو درد له 100 څخه ډیر مختلف ډولونه لري، مګر دوه خورا عام د اوستیوآرټریتس او روماتایډ ګرتریت دي.
د روغتیا پوهانو په وینا، د مفصلونو ناروغان باید داسې خواړه وخوري چې سوزش یا سوی کم کړي او د بندونو د روغتیا ساتنه هم په ښه توګه وکړی شي.

هغه خواړه چې د مفصلونو د التهاب پر وړاندې مقاومت ډېروي:
روميان
مغز (بادام، اخروټ)
غوړ لرونکي زړي او تخم (السی)
بیری (سټرابیری، بلوبیری، چیری، نارنج)
ميوې او سبزيجات
ماهیان
صحي غوړي او نور خواړه چې د بندونو د سوزش او التهاب په کمولو کې لوی رول لري.
کوم خواړه چې د بندونو د درد د ډېروالي لامل ګرځي دادي:
اصلاح شوي کاربوهایډریټ (سپینه ډوډۍ، پاستا، پاک شوي شکر)
خواږه څښاک، سوډا
سره غوښه او پروسس شوي خواړهډوډۍ (چپس، کریکر)
