سنبله 04, 1402 12:06 Asia/Kabul
  • د چندریان ۳ تر بریا وروسته، هندیانو هر نوي زیږیدلي ماشوم ته 'چندریان' نوم ورکړ

څو ورځې وړاندې هندوستان د چندریان ۳ په نوم یوه فضایي سبوږمکۍ د سپوږمۍ جنوبي قطب ته په بریا سره واستوله.

په سپوږمۍ کې د هند د فضایي ادارې ISRO د چندریان-۳ ماموریت په بریالۍ پیلیدو سره خوشحاله هنديانو په هیواد کې د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره نوی نوم غوره کړی دی.

د اګست د ۲۳مې نېټې په ماښام د اوډیشا ایالت په یوه روغتون کې ۴ ماشومان ټیک په داسې حال کې زېږېدلي، چې سپوږمۍ ته د چندریان-۳ د بریالۍ ناستې خبرونه خپاره شول.

په دغو ۴ ماشومانو کې ۳ هلکان او یوه نجلۍ شامله ده.

د ماموریت په بریالیتوب خوشحاله شویو او سرشاره مور او پلار د دغو څلورو ماشومانو نومونه چندریان کېښودل.د دې تر څنګ په هند کې په همدې ورځ زیږیدلي نور ماشومان هم چندریان نومیږي.

په زړه پورې خبره دا ده چې دا څلور ماشومان ټیک په داسې حال کې زیږیدلي چې د تلویزیون سکرین پروجیکټرونو د ماموریت بریالیتوب شمېرلو.

د يادونې وړ ده چې هند په نړۍ کې د لومړي هېواد په توګه د سپوږمۍ جنوبي قطب ته د رسېدو وياړ هم ترلاسه کړ چې په ډېره کمه بوديجه کې سپوږمۍ ته د نرمې ځمکې د ايښودلو سربېره د سپوږمۍ جنوبي قطب ته هم رسېدلی دی.

تگ