داسې روباټیک پېلوټ نندارې ته وړاندې شو چې تر انسان الوتکه ښه چلوي
په جنوبي کوریا کې د پرمختللي ساینس او ټکنالوژۍ انستیتیوت څېړونکو د یوه داسې انسان وزمه روباټ په جوړولو بوخت دي چې هر راز الوتکه به والوزولی شي.
دا روباټ، چې د جوړولو چارې یې بشپړې شوي، پیبات نومېږي او تر انسان په دقت او بهتره الوتکه چلولی شي.
د جنوبي کوریا د ساینس او ټکنالوژۍ انستیتوت د برېښنا انجنیر ډیوید شیم وايي«پیبات انسان ډوله روباټ دی او هوبهو د انسان په شان د پېلوټ د کابین د سیګنالونو په کنټرولولو الوتکه الوزولی شي.»
د دغه روباټ په اړه ویل شوي چې که په هوا کې الوتکه له سختو ټکنانونو سره مخامخ هم شي، په خپله اوچته تکنالوژۍ ځان کنټرولوي او په خورا مهارت الوتکه له ستونزو ژغوري.
بهرنۍ کمرې پیبات ته دا امکان ورکوي چې د الوتکې حالت وڅاري او داخلي کمرې بیا د الوتکې د کنټرول د وسایلو او د بټنو په کارولو کې ورسره مرسته کوي.
دا روباټ ډيرې خبرې په حافظه کې ساتلی شي.