د هند چندریان -۳ فضايي بیړۍ په بریالیتوب سره د سپوږمۍ پر سطحه ښکته شوه
هند د سپوږمۍ په جنوبي برخه کې خپله سپوږمکۍ د نوي ډیلي په وخت نن مازدیګر شپږ بجې او څلور دقیقې کېنوله.
د هند صدراعظم نریندرا مودي په جنوبي افریقا کې د بریکس سرمشریزې په څنډه کې وویل: "هند اوس سپوږمۍ ته رسیدلی دی."هغه زیاته کړه: "د هند د سپوږمۍ بریالی ماموریت یواځې د هند لپاره ندی، بلکې دا بریالیتوب د ټول بشر پورې اړه لري."چندریان-۳ چې د هند د فضايي څېړنو موسسې لخوا جوړ شوی، د کښیناستو او د څیړنو یو سیسټم دی. د چندریان-۳ پر ماموریت باندې شاوخوا ۷۴.۶ میلیون ډالر لګښت شوي چې د فضایي څیړنې په برخه کې د نورو قدرتونو د ماموریتونو په پرتله خورا لږ دی.دا فضایي بیړۍ به د هغه ساحې د شاوخوا څیړنې او تصویرونه چې په کې کښیناستلې ځمکې ته د تحقیقاتو لپاره واستوي. دا څیړنیزه وسیله به یواځې د سپوږمۍ د یوې ورځې ماموریت او موادو د ټولولو چې د ځمکې ۱۴ ورځې کیږي، توان ولري.د هند فضايي ماموریت په چټکۍ سره وده کوي. په ۲۰۱۴ کې، هند لومړنی اسیایي هیواد شو چې د مریخ مدار ته یې سپوږمکۍ ولیږله، او درې کاله وروسته، د هند یوې فضايي بیړۍ په یو ماموریت کې ۱۰۴ سپوږمکۍ فضا ته ولیږلې.په وروستیو کلونو کې د سپوږمۍ په سطحه کې سپړنړ ته نوې لېوالتیا زیاته شوې ده. ساینس پوهان هڅه کوي چې معلومه کړي چې ایا دا به ممکنه وي چې د هغو منرالونو او نورو سرچینو استخراج چې په ځمکه کې په خلاصیدو دی، آیا په سپوږمۍ کې ممکن دی او که نه.