اوس په هوټل کې د ډوډۍ خوړلو ترڅنګ خپل ویښتان هم ومینځئ
سنبله 01, 1402 19:49 Asia/Kabul
د مالکینو په وینا، د دوی د خوندور ګرمو خواړو بوی د پیرودونکو په سر کې پاتې کیږي.
'های دی لاو' په چین کې ترټولو لوی رستورانت دی چې د خپلو پیرودونکو لپاره یې په شیامپو سره د وېښتانو د مینځلو اسانتیا هم معرفي کړې ده.
د های دی لاو په نوم دغه رستورانت کې نه یوازې دا چې مینو د پیرودونکو لپاره خورا ښه ده، بلکې په شیمپو سره د ویښتو مینځلو اسانتیاوې هم په کې شتون لري.
دا سر مینځل هسې خوشې نه کيږي بلکې د دې خدمت لپاره یو شرط شته دی. د ویښتو مینځلو اسانتیا به یوازې د هغو پیرودونکو لپاره وي څوک چې یو ټاکلی مقدار خواړه اخلي.
پیرودونکي به د دوی د ویښتو مینځلو لپاره د خپلې خوښې شامپو غوره کوي ، او د دوی سر به هلته مساج کیږي نو یو نادره اعلان دی خو په وړیا توګه په کې څه نه لیدل کيږي.