په شریک/ګډ کور کې د اوسېدو ګټې او تاوانونه
ځينې کارونه په ذات کې له ګټې سره تاوانونه هم لري . کله کله هماغه زیان او ستونزې دومره لویې شي چې له هغې څخه نه ګټه ښه وي.
زموږ ټولنه د پښتو او پښتونولۍ ټولنه ده چې تر هر څه د مخه په کې دغه یاد آرونه او اصول په پام کې نيسو. ګټه او تاوان ته نه ګوري خو د کور کلي دود ته ګوري. په ټوله کې پښتانه هغه قوم دی چې لویې کورنۍ او ګڼ وګړي لري. کله کله یې یو ګټي او سل یې څټي او د خوشحالۍ ژوند روان وي.
کله کله بیا داسې شي چې په شریک کور کې یو تن یا له ځينو مجبوریتونو او یا د کوم مطلب له مخې نور سره اخته کړي او د ګډو کور خوند او رنګ سره ګډوډ کړي او دا مسله کله بیا دومره لویه شي چې د مشرانو او نارینه وو خلکو ګرېوانونه په کې څيرې شي او که داسې ونه شي نو لږ تر لږ د زړه بداوی خو په کې حتمي خبره ده.
ګډ کور کې یو بل ته لاس ورکول کيږي او په یو بل لاس هم سپک وي خو که د کور مدیریت په ښه توګه وشي. د ورونو په منځ کې نوبت یا د خویندو او یورګانو تر منځ نوبت کله کله ملا ماتوي او له سترګو برګولو وروسته د خولې خونده په کې خرابه شي او که خبره دلته ونه دریږي نو کېدای شي مېړونه او د کورو نارینه سره د سرونو ډغرې ووهي.
اتفاق ډېر ښه شی دی خو شریعت هم په پام کې نیول په کار دي. زموږ پښتانه شریک کور خوښوي او پایلې یې نه سنجوي. په ځینو شریکو کورونو کې یو کس واکدار او د خبرې سړی وي او نور کشران بې واکه او کم جراته پاتې شي. د ځينو اولادونه زمریان او د ځينو بیا تل رټل کيږي.
په ځينو کورونو کې خاوند له ښځې سره خپله پېرزوینه نه شي شریکولی خو ځينې بیا په خواښې او خسر ددې له پاره ګرانې وي چې هغوی ورته نارینه لمسي زېږولي دي. کومې اینږیندې چې نارینه اولاد نه لري هغوی ته په بل ډول سترګه کتل کيږي. که د یوه زوی میاشتنۍ ګټه ډېره او د بل کمه وي نو په ښو کورونو کې خو څه خبره نه وي خو په ځینو کورونو کې بیا یو نازولی او زوی جان خو بل بیا خدای وهلی او بې ننګه یاديږي.
که په لنډه توګه ووایو نو د واک د جزیرې پای ته رسولو او د شریعت د خلاف کار نه کولو له پاره دې هم هر څوک خپل ژوند ته پرېښودل شي او که چا د بل لاس په خپل لاس کې نیول غوښتل نو هر کله يې کولی شي. ځانته ژوند کې هر سړی ځانته د ژوند يوه لاره ټاکلی شي او اولادونو ته د ژوند د راتلونکي له پاره فکر هم کولی شي. په دې کې د زیارکښ انسان او د هغه د بچیو حق هم نه خوړل کيږي او بل په کې په تیاره هم نه اموخته کيږي.
په هر حال د ژوند وضعیت ته په کتو پرېکړه په کار ده نه دا چې جلا ژوند ددې لامل شي چې پلار او مور او نا واده شوي خویندې او ورونه په ډاګه پاتې شي.