د مچیو تر چیچلو وروسته څه باید وکړو؟
کله مو چې مچې وچیچي نو دغه لاندې اووه کورنۍ درملنې په پام کې ولرئ خو تر هر څه د مخه د ارامتیا ساتل غوره کار دی.
د مچیو له چیچلو وروسته لاندې لارې چارې هېرې نه کړئ!
۱: د یخ ټوټه پيدا کړئ او په چیچل شوي ځای او یا ورته نږدې دغه یخ کېږدئ تر څو د زهرو خپرېدو مخنیوی وکړي او درد ارامه کړي.
۲: د مچیو د نېش د التهاب او درد کمولو په موخه د التهاب ضدر درمل هم د رنځپوه په مشوره کارولی شئ. د غیر سټرایډ ضد التهاب ضد درملو (NSAIDs) اخیستل ، لکه جیلوفین او ایبوپروفین ، کېدای شي د سوي/سوزش په را کمولو او درد کمولو کې مرسته وکړي. تاسو کولی شئ د هایدروکارټیسون کریم یا کالامین لوشن هم د خارښت او درد د راکمولو په موخه وکاروئ.
۳: د مچیو له نېش سره د حساسیت ښودلو د کنترول له پاره کولای شئ انتي هستامین وکاروئ.
۴: د مچۍ له خوا د چیچل شوي ځای د ښه کېدو له پاره شات هم غوره درملنه ده.
۵: د شاتو مچیو له خوا د چیچل شوي ځای له پاره د اوړو سوډا هم غوره درمل دي.
۶: د غاښونو کریم هم د مچیو د نېش له پاره ښه درمل کېدای شي ځکه ځينې ادعاوې شته چې دا د شاتو د مچیو زهر را کنترولولای شي.
۷: د مچیو د نېش د التهاب د مخنیوي په موخه د مڼې سرکه هم کارولی شئ. د مڼې سرکه د پوټکي شرایطو ښه کولو څخه نیولې د شکر ناروغۍ اداره کولو کې د پراخه روغتیا ستونزو لپاره کارول کیږي.