په طبیعت او آزاده هوا کې د ګرځېدو ګټې
په طبیعت او آزاده هوا کې ګرځېدل ډېرې ګټې لري چې لاندې څوارلس یې خورا ګټورې دي.
په شنه او آزاده هوا کې د ګرځېدو ګټې:
۱. پلی ګرځېدل کولی شي د انسان لنډمهالې حافظه غښتلې کړي.
۲. ټولنیزې او فردي اړيکې مو په ټولنه کې غښتلې کيږي.
۳. د نوښت فکر درسره پیدا کيږي. د بېلګې په توګه غره ته ختل مو بدن او زړه ته ارام وربخښي. هنرمندان او نقاشان له شنې فضا او طبیعت څخه انځور اخلي او غوره بېلګې يې ګڼي.
۴. ستاسې ذهن د شاوخوا چاپېریال په اړه د معلوماتو راټولولو ته هڅول کيږي او د شاوخوا په اړه معلومات راټولولی شئ.
۵. په شنه او آرامه فضا کې مو ذهني فشار کميږي او یا ورکيږي دارنګه د وینې فشار مو هم ورسره نورمال او راکښته کيږي.
۶. د لمر رڼا او تودښت مو وجود کې جذبولی شئ. د لمر رڼا ته د انسان وجوړ اړتیا لري نو د هډوکو د غښتلتیا په موخه خامخا د لمر ویټامین ډي واخلئ!
۷. ډېری خفګانونه او ستړیاوې د شنې فضا او ارام طبیعت په لیدلو هېريږي.
۸. طبیعت ته تلل مو د ورزش او ښه وجود جوړونې له پاه ښه بهانه ده نو که ښه وجود غواړئ په ارامه او شنه فضا کې وګرځئ!
۹. په شنه فضا او طبیعت کې ګرځېدل مو د سترګو دید پیاوړی کوي.
۱۰. طبیعت ته تلل کولی شي ستاسو د تمرکز وړتیا ښه کړي او د ځينو مسایلو په اړه ښه په حوصله تمرکز وکړی شئ!
۱۱. په طبیعت کې ګرځیدل حتی د سرطان په مخنیوي کې مرسته کولی شي.
۱۲.په طبیعت کې د وخت تېرول د وخت څخه مخکې د مړینې خطر له کمېدا سره هم تړاو لرلی شي.
۱۳. د طبیعت په غېږ کې د کورنۍ له غړو سره ګرځېدل مورال لوړوي، فکري او ذهني سکون او راحت زیاتوي، د ماشومانو پر ځان باور او روغتیا زیاتوي او نورې ډېرې جسمي او روحي ګټې لري.
۱۴. خوب مو ورسره ښه کيږي. څېړنې ښیې چې په طبیعت کې خوب کول په کور کې د خوب کولو په پرتله ډیر آرام او ژور دی. څېړنو ښودلې چې هغه خلک چې په ځنګلونو او طبیعي ځایونو کې ژوند کوي د هغو خلکو په پرتله چې په ښاري سیمو کې ژوند کوي ژور او خوندور خوب لري.
نو له شنې فضا او الهي ښايسته طبیعت څخه خوند واخلئ او د الله ج شکر او ثنا هم په کې ووایاست!