په موټر کې د زړه بدوالی او سر تاوېدلو ناروغي څنګه منځ ته راځي؟
اسد 21, 1402 17:17 Asia/Kabul
دا کار په موټر کې داسې دی چې دماغ ته متضاد سیګنالونه لېږدول کيږي او په پایله کې يې دا حالت رامنځته کيږي.
د موټر شاته څوکۍ کې ناست ماشوم ته پام وکړئ. د ماشوم قد لنډ دی او د موټر په ټیټه څوکۍ کې کښېنول کیږي. هغه نشي کولی د موټر له کړکۍ بهر وګوري. یا یو ځوان په پام کې ونیسئ. هغه په موټر کې ناست دی کتاب لولي یا د خپل ګرځنده تلیفون سره لوبې کوي.
د دې شخص په داخلي غوږ کې د توازن سیسټم د موټر حرکت احساسوي خو سترګې او بدن یې هیڅ حرکت نه احساسوي.
دماغ ته د دې متضاد سیګنالونو لیږلو پایله څه ده؟
سړی لاندې حالتونه تجربه کوي:
۱. زړه خرابېدل
۲. سړه خوله
۳. ستړیا او کمه انرژي
۴. د اشتها له لاسه ورکول
۵. زړه بدوالی او ځینې وختونه کانګې