د اکسفورډ پوهنتون تازه څېړنه: د فېسبوک کارونه رواني روغتیا ته زیان نه رسوي
اکسفورډ پوهنتون یوه تازه څېړنه وايي، داسې شواهد نشته چې هغه کې وښول شي د فېسبوک کارونه د رواني ناروغیو سبب شي.
سره له دې چې پخوا دا ادعا ډېره مشهوره وه چې دا ټولنيزه رسنۍ د انسان پر رواني روغتیا اغېز کوي، خو د اکسفورډ انټرنېټ انسټېټوټ څېړنې وايي، "هېڅ شواهد يې نه دي موندلي" چې وښيي فېسبوک دې له رواني پلوه پر انسان منفي اغيز ولري.
د دې پوهنتون څېړونکو له ۲۰۰۸ کاله تر ۲۰۱۹ کال پورې په ۷۲ هېوادونو کې د نږدې یو میلیون فېسبوک کاروونکو د رواني روغتیا مالومات کارولي چې د فېسبوک اغېز مالوم کړي.
فېسبوک هم په خپله په دغه څېړنه کې ښکېل و خو یوازې د مالوماتو په ورکولو کې یې برخه لرله او د څېړنې د موندنو برخه نه وه.
د فېسبوک څېړونکو مرسته کوله چې ورکړل شويو مالوماتو کره والی په ډاګه کړي.
د اکسفورډ په څېړنه کې د جنسیت او عمر په اړه هم تحقیق شوی. په څېړنه کې په ډاګه شوې چې د ښځو پرتله د نارینه وو لپاره د فېسبوک کارونې اغېز یو څه ښه دی.
د دې تر څنګ، په بېلا بېلو هېوادونو کې په عمومي ډول د ځوانانو لپاره د فېسبوک کارونه مثبته ارزول شوې.
په څېړنه کې د دوه ډوله عمرونو کسان په پام کې نیول شوي وو. په لومړۍ برخه کې هغه کسان چې د ۱۳ او ۳۴ کالونو ترمنځ وو، او په دویم پړاو کې هغه کسان چې عمرونه یې له ۳۵ پورته وو.
ټاکل شوې د دې څېړنې بشپړ جزیيات د رویال سوسایټي پر وېبپاڼه خپاره شي.