د ورځې په اوږدو کې د ډېرو اوبو څښلو ګټې
اسد 18, 1402 17:07 Asia/Kabul
د انسان د بدن شاوخوا ۶۰ سلنه برخه له اوبو جوړه ده. معمولا سپارښتنه کیږي چې په ټوله ورځ کې شاوخوا ۸ ګیلاسه اوبه وڅښئ.
د ورځې په اوږدو کې د ډېرو اوبو څښلو ګټې:
د اوبو څښل د بدن په ډېرو مهمو کارونو کې رول لوبوي، لکه:
له بدن څخه د اضافي موادو په ویستلو کې
د بدن د حرارت تنظیم کول
د دماغ د ښه فعالیت پیاوړتیا
د بدن د اړتیا ډیری اوبه د اوبو او نورو مشروباتو له لارې چمتو کیږي. د ورځې په اوږدو د ډېرو اوبو څښل لاندې ګڼې ګټې بدن ته رسولی شي:
د انسان د بدن د حرارت درجه تنظیم او برابروي.
د بدن له غړو، هډوکو او د ملا له تیر څخه په ښه توګه ساتنه کوي.
د انسان په وجود کې د قبضیت مخه نیسي.
د وزن د کمېدا لامل ګرځي.
په وینه کې د اکسیجن جریان پیاوړی کوي.
د خلق او مزاج په ښه کولو کې مرسته کوي.د بدن پوستکی روښانه کوي.