اسد 17, 1402 11:40 Asia/Kabul
  •  هند تازه فضايي بېړۍ د سپوږمۍ مدار ته داخله شوه

د هند چارواکي وايي چې هوا ته یې استول شوې فضايي بېړۍ د سپوږمکۍ مدار ته د ننه کړې ده.

د هند د فضايي تحقیقاتو سازمان تائید کړې چې د شنبې په ورځ اګست پنځمه (زمری۱۴) د «چاندرایان۳» په نوم فضايي بېړۍ یې په «بریالي‌ ډول د سپوږمۍ مدار ته» ننوتلې ده. د سانسکرت په ژبه کې چاندرایان نقلیه واسطې ته وايي.

هندي چارواکي وايي که هر څه د پلان په اساس مخې ته ولاړ شي، چاندرایان۳ به د روانې اګست میاشتې په ۲۳-۲۴ نېټه د سپوږمۍ هغې سیمې ته نژدې ښکته شي چې لا یې په اړه ډېره پلټله نه ده شوې او تیاره ده. هند څلور کاله مخکې هم همداسې یوه هڅه کړې وه، خو ناکامه شوه.

په چاندرایان۳ کې یو ګرځېدونکی او بل پلټونکی روباتونه ځای په ځای شوي‌ او یو هدف یې دا دی چې د سپوږمۍ د مخ/سطحې نقشه واخلي.

د فرانس پرس د راپور په اساس، د هند د دغه فضايي ماموریت په پروژې باندې ټولټال ۷۴.۶ میلیون ډالر لګښت راځي، دا د هغو هېوادونو تر لګښت ډېر کم دی چې په دا ډول ماموریتونو یې لګوي.

تر دې دمه یوازې متحدو ایالتونو، روسیې او چین د سپوږمۍ په مدار کې خپل ماموریتونه ځای په ځاي کړي دي. هند د فضايي تحقیقاتو لپاره کمه بودیجه لري او کارپوهان وايي که فضايي تکنالوژي خپله کړه، د دا ډول ماموریتونو لګښت یې کمېږي.

مقامات وايي چې لومړی هدف دا دی چې دا فضايي بېړۍ «په مصون او ښه ډول» ښکته او ځای په ځای شي.

هند په ۲۰۱۹ کال په بریالي‌ ډول د سپوږمۍ په مخ یوه فضايي بېړۍ ځای په ځای کړې وه، خو پلټونکې وسیلې یې د کېناستو په مهال په وروستیو شېبو کې سقوط وکړ.