د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د "تښتونې" وېروونکې درغلۍ په ډاګه شوې
تاسې به د تښتوونکو هغه له هغو تیلفوني اړیکو خامخا خبر یاست چې د چا ماشوم وتښتوي او بيا ورته د غوښتنو په اړه زنګونه وهي. په امریکا کې هم دغسې یوه پېښه شوې چې د کوچني تښتونې وروسته د هغوی غولوونکې او درواغجنې ویډیوګانې او غږونه جوړې او لېږل شوي.
په امریکا کې هم دغسې یوه پېښه شوې چې د کوچني تښتونې وروسته د هغوی غولوونکې او درواغجنې ویډیوګانې او غږونه جوړې او لېږل شوي.
ماشومه نجلۍ له پلار سره وه خو لږ ژوبله شوې وه نو د یوه کس له خوا یې مور ته زنګ راغی چې لور دې له موږ سره ده او لس لکه ډالر راکړه. لومړی خو دا ښځه حیرانه شوه او ووېرېده خو د سګنلونو تر پېژندلو وروسته په ډاګه شوه چې نجلۍ خوندي او زنګ وهونکی کس درواغ وايي.
مېرمنې هغه کس ته د درواغجن کس او فرېبکاره نوم واخېست خو هغه کس بیا هم ټینګار کاوه چې لور یې له دوی سره ده. دا درواغ د مصنوعي ځيرکتیا پر مټ په ډاګه شول.
داسې ویل کیږي چې د یو چا د غږ نقل کولو لپاره یوازې درې ثانیې آډیو ته اړتیا لرئ. که څه هم د بریانا ټول ټولنیز میډیا حسابونه شخصي دي ، د هغې ځینې ویډیوګانې هم شته چې د سپورت او ښوونځي لپاره ورسره مرکه شوې خو دوی د بریانا د ژړا غږ او ویډیو نه لري.
هغې مور چې د خپلې لور وحشتناکه تجربه یې شریکه کړې وايي: "زه په دې اړه اندیښمنه یم چې د AI په څیر نوې ټیکنالوژي ماشومانو ته زیان رسولی شي او دا شیان خطرناکه کیدای هم شي.