اسد 15, 1402 11:49 Asia/Kabul
  • د افغانانو له مشهورو خواړو یو هم شینواري کړاهی

افغاني خواړه د خپلو خوندورذایقوله امله پیژندل کیږي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ډیری خلک د خوند اخیستو لپاره په ځانګړي ډول افغانستان ته سفر کوي. دلته به موږ تاسو ته څو مشهور خواړه جدا جدا معرفي کړو.تاسو یې هم په کور یا دفتر کې د پخولو هڅه وکړئ، تر څو د خپل وطن خواړه سره اشنا او خوند ترې واخلۍ.

شینواري کړاهي هم یو د افغاني مشهورو خواړو څخه ده.شینواري د افغانستان د سترو قومونو څخه یو قوم دی دوي د ننګرهار ولایت په مختلو سیمو کې مېشت دي او د اکثرو شینوارو کاروبار شینواري کړاهي دی دغه کړاهي د پسه د غوشې نه جوړيږي او په کړاهي کې د رومیانو اواوګې سره یو ځای پښیږي شینواري کړاهي د کابل په اکثره رېسټورانټونو کې پښيږي او اکثره مالکان ېې شینواري وي.دا د افغانستان تر څنګ د کوزې پښتونخوا په هوټلونو کې هم جوړيږي مشهور ځای ېې مالګو منډوي یادیږي.دغه ځای ته د لرو پرتو سیمو څخه همدغې کړاهي بسې سفرونه کوي.