اسد 15, 1402 11:39 Asia/Kabul
  • چین انټرنیټ ته د ماشومان لاسرسی محدودي

چین د چهارشنبې په ورځ د سایبر سپېس څارنې سازمان هغه وړاندیز چې له ۱۸ کلونو ټیټ عمر ماشومانو او تنکيو ځوانانو لخوا د ځیرک ټیلیفونونو کارول محدود کړي او هغوی نشي کولای د شپې مهال انټرنیټ ته لاسرسی ولري.

د تېرې ورځې په راکړې ورکړه کې، د علي بابا او د ویډیو شریکولو ویبپاڼې "بيلي بیلي" په څېر شرکتونو ونډې ټیټې شو‎ي، د ونډو بیه نن هم په چټکۍ سره ټیټه شوې.

د وړاندیز شوي قانون له مخې تر ۱۸ کلونو ټیټ عمره کسان کولای شي په ورځ کې یوازې تر دوو ساعتونو خپل ځیرک ټیلیفون وکاروي.

څلور کاله مخکې هم چين ځينو انلاين لوبو ته د ماشومانو پر لاسرسي بنديز لګولی و.

د چین د سایبر سپیس ادارې وړاندیز شوي مقررې له مخې ماشومان په ځایي وخت د سهار له لس بجو د ماښام تر شپږو بجو د ګرځنده ټیلیفونو له لارې انټرنیټ ته له لاسرسي منع کوي.

د دې وړاندیز له مخې له صنعت کارانو غوښتنه شوې، چې د ګرځنده وسیلو او اپ جوړونکو پلورنځیو کې د کارونې د "کم عمر حالت" په نوم محدودیت ولګوي.

دا محدودیت د کاروونکو عمر پورې اړه لري.

د وړاندیز له مخې د ۱۶ او ۱۸ کلونو ترمنځ زلموټو ته به هره ورځ دوه ساعته د ټیلیفون کارولو اجازه ورکړل شي او له ۸ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته به یوازې ۸ دقیقې ټیلیفون کارولو اجازه ورکړل شي.

دغه وړاندیز اوس مهال د عامه نظرونو لپاره پرانیستی دی. خو د دې وړاندیز په اړه به پرېکړه وروسته کېږي.