د زده کړې لېوالتیا، سعودي ښځه په ۱۱۰ کلنۍ کې لوستل او لیکل زده کوي
اسد 14, 1402 17:30 Asia/Kabul
د مینې لپاره هیڅ بیه نشته او د زده کړې ترلاسه کولو لپاره د عمر بندیز نشته. د سعودي عربستان یوې ۱۱۰ کلنې انا دا خبره سمه ثابته کړه.
په سعودي عربستان کې یوه بوډۍ ښځه هم شته چې د خپل ۱۱۰ کلن عمر سره سره د خپلې نیمګړې زده کړې د بشپړولو خوب هم ویني. د سعودي د پوهنې وزارت د "ایکس" (پخواني ټویټر) پلیټ فارم کې د خپل رسمي اکاونټ له لارې یوه ویډیو خپره کړې چې د نوضاء القحطانی په نوم د یوې مېرمنې په اړه توضیحات شریکوي.
دغه بوډۍ ښځه وايي، چې د کم عمره واده له امله يې خپلې زده کړې نيمګړې پرېښې وې، بیا یې اولادونه پیدا شول، د خپلو مسوولیتونو په سرته رسولو کې یې عمر تېر کړ، خو ټول وخت یې د زده کړو د نه بشپړولو احساس درلود، چې اوس یې بشپړولو ته چمتو ده.