بل ګېټس د داسې سیسټم وړاندوینه کړې چې د لکونو خلکو د مړینې لامل به شي
د مایکروسافټ شریک بنسټ ایښودونکي بل ګیټس وړاندوینې د کوویډ څخه تر مصنوعي ځيرکتیا او د اقلیم بدلون پورې د هرڅه په اړه پدې ورځو کې شهرت ترلاسه کوي.
بیل ګیټس چې اوس د نړۍ یو له شتمنو خلکو څخه دی، یوه بله خطرناکه وړاندوینه کړې چې په کې یې داسې یو سیستم په ګوته کړی چې د نړۍ د لکونو خلکو ژوند به تېر کړي.
بیل ګیټس وايي چې په راتلونکي کې به مصنوعي ځيرکتیا په ورځني ژوند کې شامله شي او په خپلو پخوانیو څرګندونو کې یې په دې اړه بحث کړی چې د AI ټیکنالوژي به د کار پر بازار باندې اغېزه وکړي. هغه په خپل وروستي بیان کې دا روښانه کړې چې حکومتونه څنګه کولی شي دا ټیکنالوژي د ناسمو کارونو لپاره وکاروي.
د مایکروسافټ شریک بنسټ ایښودونکي جدي اندیښنه څرګنده کړې چې د AI ټیکنالوژي کېدای شي د دوه یم نړیوال جنګ پرمهال په ۱۹۴۵ کې د هیروشیما او ناګاساکي په څېر ناورینونو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي. بیل ګیټس زیاته کړې چې دا خطر هم شته چې د AI ټیکنالوژي د نورو هېوادونو پر وړاندې د سایبر بریدونو او وسلو د پراختیا لپاره کارول کېدی شي. هغه دا هم ویلي چې کېدای شي چې په راتلونکي کې یو هیواد د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته د اټومي وسلو سیسټم رامینځته کړي. بیل ګیټس ویلي چې هر هیواد هڅه کوي چې د خپلو مخالفینو د بریدونو د مخنیوي ځواک ولري او دا کار د سایبري وسلو د خطرناکې سیالۍ لامل کیدای شي.
د نړۍ ترټولو بډایه سړي دا خبرداری هم ورکړی چې که د AI ټیکنالوژۍ پرمختللو سایبر وسلو او سیسټمونو ته دوام ورکړي، دا کولی شي په میلیونونو خلک له منځه یوسي او د ډېرو ژوند خطر سره مخامخ کړي.