اسد 11, 1402 16:51 Asia/Kabul
  • ناسا وکولای شول د وایجر ۲ سیګنال پیدا کړي

د ناسا یوې ډلې د وایجر ۲ فضايي بیړۍ څخه سیګنال موندلی دی. د ناسا ډلې د یوه ناسم امر« کمانډ» له امله له دغې فضايي بېړۍ سره د دوی اړیکه له جولای میاشتې راهيسې پرې شوې وه.

د ناسا د وایجر پروژې مدیر سوزن ډیویډ ویلي: "موږ د ډیپ سپیس شبکې او د راډیو ساینس ګروپونو په مرسته د وایجر ۲ سیګنال واورېدلو."

هغه وویل: "موږ د فضايي بېړۍ د زړه ضربان سیګنال په لیدلو وتوانېدو، نو اوس پوهیږو چې فضايي بیړۍ په سمه توګه کار کوي."

د یادونې وړ ده چې د یوه ناسم امر له امله د د انتن مخ د ځمکې لوري ته نه و. د انتن مخ د ځمکې له لوري څخه ګرځېدلی و له همدې امله د دغې فضايي بېړۍ سره اړیکه پرې شوې وه.

تگ