د نوکانو د فنګس لرې کولو لپاره څو اسانه لارې
فنګس د پښو په نوکانو کې یوه عامه ستونزه ده او ډیری وختونه د پښو په نوکانو کې دا پېښه لیدل کيږي.
د نوکانو د رنګ سپین، نسواري یا ژیړېدل د دې روښانه نښه ده.دا فنګس په اسانۍ سره له یو نوک څخه بل ته خپریږي، د نوکانو د ضعیفېدو او ماتیدو لامل کیږي. د نوکانو سپین، نسواري یا ژیړ رنګ یې روښانه نښه ده. د نوکانو فنګس ستاسو په ظاهري شکل منفي اغېزه لري. تاسو کولی شئ د دې ترکیبونو په مرسته په کور کې له دې فنګس څخه ځان خلاص کړئ.
د چای ونې غوړ
د یوې څیړنې له مخې، د دې تیلو کارول د پښو د نوکانو فنګس په درملنه کې اغېزمن تمامېدای شي.
د زیتون / لمر ګل غوړ
د فنګسي نوکانو درملنه د زیتون یا لمر ګل غوړیو کې د اوزون ګاز سره هم کیدی شي.
هوږه
د یوې څېړنې له مخې، د هوږې کارول په اسانۍ سره فنګس وژني.
د مڼو د اوبو سرکه
د څېړنې له مخې، د مڼو سرکه د انټي سیپټیک ځانګړتیاوې لري چې د پښو د نوک فنګس درملنې لپاره کارول کیدی شي.
دا او ځينې نور ترکیبونه ددې لامل کيږي تر څو سالم او روغ نوکان ولرئ.