ناسا چمتو ده چې خپل سټریمنګ خدمت معرفي کړي
اسد 09, 1402 16:26 Asia/Kabul
ناسا د Netflix او نورو ورته سټریمنګ خدماتو سره د سیالي کولو لپاره د نوي پلیټ فارم پر لاره اچولو اعلان کړی.
د سټریمینګ دغه خدمت به د NASA Plus په نوم یادیږي او د میاشتني فیس ورکولو ته هم اړتیا نلري.
کاروونکي به د ناسا دغه خدمت ته د ۲۰۲۳ کال کې لاسرسی ولري او ویل کيږي چې کاروونکو ته به دغه خدمت اجازه ورکړي ترڅو اصلي ویډيوګانو ته لاسرسی ولري.
د سټریمینګ دغه خدمت به د NASA iOS او Android اپلیکېشنونو او همدارنګه د ویب براوزرونو له لارې شتون ولري.
د متحده ایالاتو فضایي ادارې تر دې دمخه په 2019 کې د SpaceX ډیمو 1 ماموریت پوښښ لپاره ایمی ایوارډونه هم ګټلي.