اسد 07, 1402 17:06 Asia/Kabul
  • دا پنځه شیان وخورئ او د معدې له ګازو ا و د پړسوب له ستونزې ځان خلاص کړئ

د انسان په وجود ک معده یو غوره او ارزښتناکه غړی دی چې که پام ورسره ونه شي نو دلوی سرخوږي لامل ګرځېدلی شي.

د معدې پړسوب او ګاز دوه هغه لویې ستونزې دي چې ډېری وخت انسان له همدغو ناروغیو سرټکوي او تل ورته اندېښمن وي تر دې چې نه یواځې دا چې ډوډۍ به نه خوري بلکې ډوډۍ ته کتل به هم ورته دروند کار ښکاري.

کله چې ګاز په کولمو کې جمع شي او خارج نه شي نو په دې حالت کې د انسان معده پړسیږي، دا حالت په دوامداره توګه ناکراره حالت رامنځ ته کوي. دغه ډول خلک په خوب  کې هم په ځان ځان ډېر ډاډه نه وي او د ګېډې له ګازو ځوریږي.

که څه هم ډیری لاملونه کېدی شي چې په بدن کې د معدې د پړسوب او ګازو لامل شي. زموږ خواړه هم لوی رول لوبوي، که ستاسو په غذا کې د غوړ لرونکي خواړه شامل وي، نو تاسو به په طبیعي توګه د وزن احساس کوئ. له نئکه مرغه، ډیری خواړه شتون لري چې کولی شي د دې کړاو څخه مو وژغوري.

هغه کوم څيزونه دي چې په خوراک سره يې له دغې ستونزې خلاصېدای شو؟

۱) بادیان

۲) زنجبیل

۳) مستې

۴) د پپیتا مېوه

۵) نعنا

تگ