اسد 02, 1402 17:29 Asia/Kabul
  • د ضدي ماشومانو کنټرول نور ستونزمن کار نه دی

د نن ورځي ماشومان ګڼ خویونه لري چې د مور او پلار لپاره ستونزې جوړوي. مور پلار باید په دې اړه فکر وکړي چې ولې ماشومان ضد کوي؟ په حقیقت کې ماشومان له خپل چاپېریال څخه زده کړه کوي، نو د ښه چاپېریال برابرول باید د مور پلار لومړیتوب وي.

ځيني کوچنیان په نه خبره ضد کوي خو موږ ته څه په کار دي؟ موږ باید له داسې هنر څخه کار واخلو چې د هغه د دغه ضد درملنه وشي نه دا چې ضد يې نور هم ډېر شي. 

په ماشومانو کې ضد طبیعي خبره ده، خو د مور او پلار ستونزې نه کموي. ماشومان اکثرا د ماشومتوب د شخړو او چلندونو له امله خپه کیږي چې د ساده شیانو لکه خوب کول، غسل کول یا خوړو کې ستونزې رامنځته کوي.

د سختو او ضدي ماشومانو سره د چلند لپاره لارښوونې

په نننۍ بوخته نړۍ کې د سختو ماشومانو سره معامله کول اسانه کار نه دی. دلته ځینې تدابیر شته چې مور او پلار کولی شي په ماشومانو کې یې د سختۍ کنټرول لپاره تعقیب کړي.

۱) د کوچنیانو خبرې په غور سره واورئ!

۲) کوچنیان د ځينو کارونو په کولو مه اړباسئ!

۳) له کوچنیانو سره مو خبرې اترې وکړئ!

۴) ارامه او په حوصله اوسئ !

۵) زغم ولرئ او سینه مو پراخه وساتئ!

۶) د کوچنیانو د ضد کولو لامل ومومئ!

۷) دې ته پام وکړئ چې کوچنیان په تلویزیون او موبایل کې څه ګوري.

 

تگ