د ملا له درده څنګه ځان خلاص کړو؟
د ملا درد یو له عامو دردونو څخه دی چې کېدای شي ګڼ لاملونه ولري. تاسې له سحر افغانستان سره دلته ځينې لاملونه لوستلی او پلي کولی شئ.
د ملا درد او د هغوی له پاره ځانګړي ورزشونه کولای شي چې د وجود په ځانګړې توګه د ملا په غښتلتیا کې مرسته وکړي. د ملا درد زور او ځوان نه پېژني او په ځينو کې دا ستونزه موجوده وي نو د همدې له پاره ځينو ټکو ته باید پام وکړئ!
۱) د دروند وزن له پورته کولو ډډه وکړئ!
۲) د ملا له بې ځایه ټکونو او سختو حرکاتو څخه ډډه وکړئ!
۳) کله چې وزن پورته کوئ نو د ملا په زور يې مه پورته کوئ بلکه د پښو او لاسونو په ملتیا یې پورته کړئ!
۴) ملا یو پېچلی جوړښت دی چې دردمن کس په خورا سختۍ بېرته رغېدلی شي نو له همدې امله سپارښتنه کيږي چې په کوچنیانو درانه کارونه کول بند دي!
۵) درانه وزنونه په نه پاملرنې سره مه پورته کوئ!
۶) یو ناڅاپي د ملا حرکت مه کوئ یا يو ناڅاپي ملا مه تاووئ!
۷) په داسې وضعیت کې کښېنئ چې په ملا مو فشار را نشي او عضلات مو کش نه اوسي.
۸) د ملا ضعف هم د ملا د دردونو یو لامل دی.
پورته توصیې او هر هغه څه چې ملا ته مو زیان رسوي ، ټولې باید په پام کې ونیول شي او که داسې نه وي نو د درملو خوړل کومه ګټه نه لري.
په خپل ځان په خپله پام وکړئ!