اسد 01, 1402 10:03 Asia/Kabul
  • ګوکل تازه د مصنوعي ځېرکتیا د خبر لیکلو وسیله ازمايي

د ګوکل شرکت د ورځپاڼه لیکونوکو او خپروونکو سره تازه کار کوي چې د مصنوعي ځېرکتیا یوه داسې وسیله جوړه کړي چې له خبریالانو سره د خبرونو او راپورونو په لیکلو کې همکاري وکړي.

نیویارک ټایمز په لومړي ځل د دغې پروژې په اړه خبر خپور کړ، دا ورځپاڼه له واشنګټن پوست او والسټریټ ژورنال سره په ګډه په دغې پروژې باندې کار کوي.

سرچېنو،‌ چې نومونه یې اخیستل شوي نه دي، ویلي دي چې د دغې وسیلې نوم «جنیسیس» دی او په ابتدايي مرحلې کې دی. د خبري رسنیو ځینو مسئولیو چې دا وسیله لیدلې ده، وايي چې مغشوش کوونکې ده.

د ګوګل شرکت یو ویاند ویلي چې دا وسايل د دې لپاره نه جوړېږي چې د خبریالانو ځای ونیسي او نه هم دا وړتیا لري. هغه وویل چې دا وسیله به د خبریالانو او خبرونو د ایډیټرانو سره د یوې همکارې وسیلې په توګه د سرلیکونو او راپورونو په لیکلو کې مرسته کوي.

د ګوګل دا پروژه د مصنوعي ځېرکتیا (OpenAI) او اسوشیتډپرس خبرونه څاري. اسوشیتډپرس د «چټ جي پي ټي» خالق او مبتګر ته د اسوشیتډپرس د ارشیف څخه د کار اخیستلو اجازه ورکړې، چې مصنوعي ځېرکتیا وروزي.

د مصنوهي ځېرکتیا دا وسیله د ۱۹۸۵ کال راهېسې خبرونو ته لاسرسی لري.

اسوشیتډپرس له تېرې یوې لسیزې راهېسې د مصنوعي ځېرکتیا بېلابېل ډولونه کارولي دي. د «چټ جي پي ټي» له ایجاد وروسته په دغه صنعت کې ټکان ورکوونکی و، ځکه چې دا مصنوعي ځېرکتیا په څو ثانیو کې ډېرې پیچلې مقالې لیکلای شي.