سرطان 31, 1402 17:20 Asia/Kabul
  • د ښکلا خدمتونه کولی شي تاسو ته خطرناکې پایلې هم ولري

د لاسونو او پښو د ښایست په موخه نجونې او ښځې ډېری ښکلاییز کارونه کوي خو پاملرنه یې باید هېره نه شي.

لکه څنګه چې د مخ ساتنه اړینه ده، ښځې د لاسونو او پښو د ښکلا لپاره مینیکیور او پیډیکیور ته ترجیح ورکوي، خو لږې مېرمنې شاید پوهې شي چې دا کار کول خطرناکه انتانات هم رامنځته کولی شي.

په هوسټن کې د ټیکساس پوهنتون د روغتیا ساینسي مرکز (UT Health) د متخصصینو په وینا ، د ښکلا سیلونونو کې لیږدول شوي میکروب غیر معمولي او خطرناک دي او په اسانۍ سره د درملنې وړ ندي.

د کارپوهانو په وینا دغه خطرناک میکروب په خپله سینګار شوي کس او هم نورو ښځو ته خطرناک کېدلی شي ځکه نورو ته د لېږد وړتیا لري.

تگ