سرطان 28, 1402 16:31 Asia/Kabul
  • ایا په تشناب کې د غاښونو د بورس ساتل سم کار دی؟

په تشناب کې د غاښونو برش ساتل د نږدې هرچا لپاره معمول دی، مګر ایا تاسو ډاډه یاست چې دا خوندي دي؟ که ځواب مو هو وي نو نن سبا په هر کور کې ضمیمه حمام عام دی نو هلته دې ته فکر په کار دی چې ایا د تشاناب د څوکۍ او دغاښونو ترمنځ فاصله شته که نه ځکه کېدای شي له دغې بې غورۍ سره مو بدن ته مکروب ننوځي.

ژباړه: عصمت الله میاخېل

د انګلستان د مانچسټر پوهنتون څیړونکي وايي چې ستاسو د غاښونو برش له میکروبونو ډک دی.

دوی موندلې چې د غاښونو یو واحد برش د ۱۰۰ ملیون څخه ډیرې باکتریاوې ساتلی شي. دغه ډول مکروب کولی شی د اسهال او نورو ناروغیو لامل شي. دارنګه کېدای شي دغه ډول مکروب د  پوستکي ناروغۍ هم رامنځته کړي. د کارپوهانو په وینا، کورونه معمولا کوچني تشنابونه او تړل شوي حمامونه لري، او ډیری وختونه د تشناب څوکۍ ته نږدې د د مخ لاس وینځلو ځای وي نو که له دغو ځایونو څخه د غاښونو برس ته مکروب راورسي نو دا به د انسان روغتیا ته زیانونه ورسوي.

د غاښونو برش چیرته او څنګه وساتو؟

۱. د غاښونو برش د کارولو دمخه د نل اوبو سره په ښه توګه ومینځئ.

۲. د غاښونو برش وچ وساتئ، د متخصصینو په وینا، باکتریا په لندبل شیانو وده کوي.

۳. د غاښونو برش پوښ کارولو څخه ډډه وکړئ، ځکه باکتریا په نم کې ښه وده کوي.

۴. د غاښونو برش د امکان تر حده له تشناب څخه لرې وساتئ.

۵. د غاښونو برش د ځړولو پرځای په یوه خوندي ځای کې له مکروبونو پنا او لېرې کیږدئ.

۶. د ورور یا خپلوانو د غاښونو برش مه کاروئ.

 

 

تگ