سرطان 28, 1402 11:56 Asia/Kabul
  • اوبه څه شی دی او د اوبو په ارزښت څوک پوهيږي؟

په اوسني وخت کې توده هوا او د اوبو کمی هغه لویې ستونزې دي چې تږي او هغه کسان یې تر نورو په ارزښت ښه پوهیږي چې د دغو نعمت له نه شتون سره مخ شي.

لیکنه: عصمت الله «میاخېل»

تر دې به راتېر شو چې اوبه د کومو مرکباتو څخه جوړيږي او کیمیاوي یا بیولوژیکي ځانګړنې يې څه دي. پر دې لږ غږیږو چې اوبو وپېژنو او په کارونه کې يې پاملرنه وکړو.

د الله ج له پرېمانه او سترو نعمتونو څخه یو هم اوبه دي چې هر ژوندي موجود تنده پرې ماتيږي.

 #اوبه څه شی  دی؟

۱. اوبه  د تمدن سرچینه ده.

۲. اوبه د تندې ماتولو لوی نعمت دی .

۳. اوبه ځنګلونه او بڼونه تازه ساتي.

۴. اوبه د حیواناتو او نباتاتو ژوند ته ساه ورکوي او تازه یې ساتي.

۵. اوبه د ابادۍ نخښه ده.

۶. اوبه د انسان په ښایست کې دارنګه په ښایسته او پاک ساتلو کې لویه ونډه لري.

۷. اوبه د طبیعت د ښایست راز دی.

لنډه دا چې د اوبو تعریف دومره اسانه نه دی چې په څو ټکو کې دې را لنډ شي، ځکه « اوبه ژوند دی»  او ژوند ته د پای ټکی اېښودل نه دي په کار یعنې د اوبو په کارولو کې باید له پوره پاملرنې کار واخلو.

څه وکړو؟

۱. په لامبا کې اوبه لږې وکاروو.

۲. د موټر اوبو کې اوبه لږې وکاروو.

۳. له اوبو د جارو کار وانخلو.

۴. له اوبو د ځمکې د سړولو کار وانخلو.

۵. اوبه باید بې ځایه مصرف نه کړو او د لوبې د وسیلې په توګه ورته ونه ګورو.

۶. د موټرو د وینځلو په ځایونو او حمامومو دارنګه په سوناوو کې دې په اوبو ځانګړی بندیزونه او حدود ولګول شي. 

۷. د باران د اوبو لارښوونه باید د ځمکې بېښ لوري ته وکړو یعنې داسې کندې وویستل شي چې د باران اوبه په لویو کندو کې ایسارې کړو ترڅو ځمکه نمجنه اوسي او د اوبو کمی رامنځته  نه شي. دغه کار ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي.

اوبه لوی نعمت دی او په ځان د نعمت کمول زموږ خپله تېروتنه ده نو باید په کارولو کې يې له پاملرنې کار واخلو تر څو د پښېمانې ارمانونه ونه کړو.

درنښت

تگ