سرطان 28, 1402 11:25 Asia/Kabul
  • څنګه پرته له دې چې څوک پوه شي د واټساپ ګروپ پریږدو؟

کېدای شي موږ ټول په فعال واټساپ ګروپ کې داسې ایسار پاتې شو او د خبرتیاو او تازه معلوماتو سره وځورول شو چې زموږ سره هيڅ تړاو نلري او موږ کېدای شي وغواړو پرته له دې چې څوک خبر شي ګروپ پریږدو. له نېکه مرغه، تر کلونو کلونو ناشونې کېدو وروسته ، واټساپ اوس دا کېدون برابر کړی چې تاسو د نورو له خبرېدو پرته هم دغه ګروپ یا ډله پرېښودی شئ. لاندې توضیحات ولولئ!

څنګه په کراره او د بله له خبرېدو پرته له واټساپ ګروپ څخه ووځو؟

ښه خبر دا دی چې تاسو اړتیا نلرئ په پټّ دا کار وکړئ او د واټساپ ګروپ پرېښودو لپاره کوم ځانګړي کار وکړئ . دا کار هم د نورو وتنو په څېر اسانه او ساده دی.

دلته دوه پروسې شته دي چې تاسو یې وڅارئ  نو کولی يې شئ:

په لومړي ګام کې، د چټ یا خبرو اترو دننه، دا مرحلې وڅارئ!

1. د سکرین په پورتنۍ برخه کې د چټ نوم کلیک کړئ.

2. د پاڼی لاندینۍ برخې ولاړ شئ!

3. د وتلو یا Exit Group باندې کلیک وکړئ.

4. کله چې غوښتل کیږي خپله پریکړه تایید کړئ. دا پیغام تاسو ته خبر درکوي چې یوازې د ګروپ مدیران به خبر شي.

له بلې خوا که تاسې غواړئ د واټساب له اصلي پاڼې دا چاره ترسره کړئ نو لاندې پړاوونه مخته یوسئ!

۱. هغه ګروپ پيدا کړئ چې تاسې غواړې له هغه څخه ووځئ.

۲. په iOS کې، په چټ کې کیڼ اړخ ته پرې ګوته راکاږئ  تر هغه چې "... more" تڼۍ ښکاره شي، بیا پرې کلیک وکړئ او په Android کې، په ګروپ کې اوږد فشار ترسره کړئ.

۳. په راتلونکې مینو کې پر Exit Group باندې کلیک وکړئ!

۴. که چیرې پیغام تاسو ته ووایي چې یوازې مدیران به ستاسو د وتلو څخه خبر شي، خپل پریکړه بیا تایید کړئ.

دا چاره اوس پای ته ورسېده  او اوس د ګروپ څخه بهر یاست، پرته لدې چې ډیری خلک پوه شي.

تگ