مایکروسافټ تر ۱۵ کلونو وروسته د کلیبری ځای نوي فونټ ته ورکړ
سرطان 26, 1402 17:28 Asia/Kabul
کلیبري اوس د مایکروسافت اصلي فونټ نه دی ځکه ځای يې د اپټوس فونټ ته ورکړل شوی دی.
اپټوس د سویس ټايپو ګرافۍ څخه په الهام او اغېز سره د (sans serif) ډول فونټ دی.
د ۲۰۲۳ کال د جولای په نیمایي کې، اټوس په مایکروسافټ ورډ، پاورپاینټ، ایکسل، او آؤټ لک کې د کلیبري پر ځای، بدل شو او د هغه ځای یې ونیوه. کلیبري له ۲۰۰۷ کال راهیسې د مایکروسافټ دفتر لپاره ډیفالټ فونټ و او د ۲۰۲۱ کال په اپریل کې شرکت ویلي وو چې بل فونټ به د ډیفالټ فونټ په توګه د کلیبري ځای ونیسي.