سرطان 26, 1402 17:16 Asia/Kabul
  • د نوي ډیلي د جمنا سیند اوبه یو ځل بیا له خطرناکې کچې پورته شوې دي

د هندي رسنیو په وینا، د دوشنبې په ماسپښین د جمنا په سیند کې د اوبو کچه یو ځل بیا له خطرناکې کچې پورته یعنې ۲۰۵.۸۴ متره ثبت شوې ده.

د اوبو د مرکزي کمیسیون په وینا، د جمنا په سیند کې د اوبو کچه د دوشنبې په سهار په اووه بجو 205.48 متره وه، پداسې حال کې چې د یکشنبې په سهار په اتو بجو یې کچه 206.02 متره وه خو د دوشنبې په ماسپښین ناڅاپه د اوبو جریان زیات شو او د اوبو کچه له خطرناکې کچې پورته شوه.

هندي رسنۍ وايي، د جمنا په سیند کې د اوبو د سطحې له خطرناکې کچې څخه د پورته کېدو له امله په ښار کې یو ځل بیا د سېلاب د رامنځته کېدو اندېښنې راپيدا شوي دي.

 

تگ