هغه ساده عادتونه چې ستاسو ماغزه په هر عمر کې روغ ساتي
سرطان 26, 1402 16:51 Asia/Kabul
موږ دماغ د بدن د کنټرول مرکز دی چې د زړه ضربان ساتي، د سږو تنفس او له موږ سره په تګ، فکر او احساس کې مرسته کوي.
ژباړه: عصمت الله میاخېل
د کارپوهانو په وینا، د څو ساده عادتونو خپلول کولی شي دماغ په هر عمر کې سالم وساتي.
خوب ته مو پام وکړئ!
هره شپه له ۶ څخه تر ۸ ساعتونو ښه خوب کول د رواني روغتیا لپاره له دغو غوره کارونو څخه دی.
زړه مو خوځنده وساتئ!
پوهانو ویلي، چې هره ورځ ورزش کول ماغزه روغ ساتي.
له ملګرو سره وخت تېر کړئ!
یوازیتوب کولی شي رواني روغتیا ته زیان ورسوي، نو دا اړینه ده چې د نورو خلکو سره اړیکه وساتئ.
د نویو کارونو او نوښتونو هڅه وکړئ!
د نویو خلکو، ځایونو او ننګونو ښکاره کول د ذهن په تیز ساتلو کې مرسته کوي، دماغي انعطاف زیاتوي او پداسې حال کې چې دماغ هم پیاوړی کوي.
متوازن خواړه وخورئ!
پروسس شوي خواړه د ماغزو د کمزورتیا خطر لا پسې ډېروي.