سرطان 25, 1402 16:00 Asia/Kabul
  • له ماشومانو سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ

دا خبره ډېره مشهوره ده، هغه شخص چې په لوړ غږ او چیغو سره خبرې کوي، هغوی د کمزوري شخصیت څښتنان وي، دا ډول خلک دلیل نه لري او په لوړ غږ خپلې کمزورۍ او نیمګړتیاوې پټوي.

په دې ډول هغه کسان چې پر ماشومانو غوسې کوي یا په لوړ غږ ورسره خبرې کوي، دا یوه داسې پخوانۍ او دودیزه طریقه ده چې مثبتې پایلې نه لري، بلکې رواني ستونزې زیږوي. نو اړینه ده چې له ماشومانو سره له دا ډول چلند څخه ډډه وکړو، څو د هغوی دننه چال، چلند ښه شي. رواني ډاکتران هم لارښوونه کوي چې له ماشومانو سره دې سخت چلند او په لوړ غږ خبرې ونه شي او له زیانونو څخه یې د ژغورلو طریقه هم ښودلې ده. کله چې والدین پر ماشومانو چیغې وهي، نو په همدې سبب هغوی تل د ماشومتوب بدې خاطرې یادوي او په ځان باور له لاسه ورکوي. دغه راز پر ماشوم چیغې وهل نه یوازې د هغوی کورنی ژوند اغېزمنوي، بلکې له کوره بهر هم له ستونزو سره مخ کېږي.