سرطان 25, 1402 15:39 Asia/Kabul
  • لس خبرې چې د ماشومانو په روزنه کې یې کارپوهان مهمې بولي:

کومې اړینې خبرې دي چې موږ یې باید ماشومانو لپاره زده کړو؟

۱: تل ورته وایاست چې تکړه یې، دا پر ځان باور ورپیدا کوي

۲: تل ورته وایاست چې درباندې ګران دی/ده. ماشوم د مور او پلار په دې خبره ځان خوندي احساسوي

۳: تل ورته وایاست چې پر خلکو مهربانه واوسي، دا په خپل عمل وروښایاست

۴: د ماشوم په ځینو کارونو کې ورته وایاست چې پرېکړه ستا ده، دا به یې مسوولیت منلو او د پایلو لور ته ورپام کړي

۵: هره ورځ یې ماښام پوښتئ چې ورځ یې څرنګه وه؟ ماشوم که پوه شي چې مور او پلار یې په ژوند کې دلچسپي لري ډاډه کېږي

۶: هر ماښام د خپلې ورځې او ژوند په اړه ورته وایاست، له دې سره لا درنژدې کېږي او ژوند زده کوي، خو منفي خبرې داسې مه ورته کوئ چې له کاري ژوند او نورو انسانانو یې زړه تور شي

۷: ټولنیزو ادابو ته یې ورپام کول، په قهر نه بلکې په اشاره او په خپل مثال

۸: منندویي وروښایاست، باید ماشوم په دې شکر وباسي او خوښ واوسي چې کورنۍ یې څه لري. ناشکره رالوی شوی ماشوم ټول عمر خوښي نه مومي

۹: د راتلونکي په اړه یې پوښتئ چې څه کار به کوي؟ دا به یې کار ته پام وراړوي، لټي او بې کاري به عادي نه بولي.