په ځوان نسل کې ژور خفګان څه شئ؟
د نړۍ په هر هېواد کې په یو نه یو ډول ټولنیزې نا برابرۍ شته، چې په سبب یې خلک د ذهني ګډوډۍ ښکار ګرځېدلي، چې بیا بالاخره د ځان وژنې په څېر خطرناک شکل اختیارولی شي.
ځان وژنه ځینې تحریک کوونکي سببونه لکه ذهني ناروغۍ، بدې تجربې، ځور، ډار، وېره، د شخصیت خام والی، د نشهیي درملو استعمال، غذایي ستونزې، بې روزګاري، یوازیتوب، د اړیکو ستونزې، جینټکي ستونزې، د خواهشاتو نه پوره کېدنه، خطرناکې ناروغۍ، همیشنی درد، مالي ستونزې او نور لري. همدغه راز په ازموینه کې ناکامي، په کم عمر کې واده، کورنۍ ستونزې، ملامتونه، د بې عزتۍ وېره، منفي فکرونه او جنجال هم د ځان وژنې سببونه ګڼل کېږي او یو بل حقیقت دا دی چې د هرې ځان وژنې تر شا بېله کېسه وي. له ژور خپګان څخه د ژغورلو لپاره اسلام امر کوي چې ساده ژوند وکړئ، له صبر څخه کار واخلئ او نوي نسل ته اسلامي روزنه ورکړئ. تعلیمي ادارې باید په دې برخه کې مهم رول ولوبوي، د ماشومانو شعور بیدار کړي، ناهیلي یې ختمه کړي او د پرمختګ لارې ته یې سوق کړي.