سرطان 24, 1402 19:40 Asia/Kabul
  • ایا تاسو خپل غوږونه د پنبې په ډکو پاکوئ؟

هغه څوک چې خپل غوږونه د پنبې په ډکو پاکوي، که چیرې دوی د هغې له زیانه خبر شي نو لاس به هم ور نه وړي.

کله چې موږ له پنبې جوړ د غوږونو د پاکول له ډکو کار اخلو او غوږونه پرې پاکوو نو ددې لامل کيږي چې په غوږونو کې پراته مواد د غوږونو پردو ته ور ټېل وهو او همدا ددې لامل کيږي چې د غوږونو پردو ته مو زیان ورسیږي.

ایر ویکس یا د غوږونو ویکس کولی شي د غوږ څخه بهر باکتریا هم ولري چې کولی شي د مکروبونو لامل شي.

د برتانوي کارپوهانو په وینا، که چیرې له پنبې څخه جوړ د غوږونو ډکي د غوږ دننه ډیر ژور ورشي نو دا حتی د غوږ پرده څيرې کولی شي. ناڅاپه درد زیاتیږي، وینه بهیږي او د اوریدلو لنډمهاله ستونزې هم رامنځته کېدای شي.

تگ