د خټکي او لیمو ګډوله: جاپاني کروندګر نوې مېوه 'لیمون خټکي' کري
سرطان 24, 1402 19:21 Asia/Kabul
جاپاني بزګرانو د خټکي او لیمو پر ترکیب تجربه کړې ترڅو یوه نوې میوه، د لیمو خټکي وده رامنځته کړي، چې په ورته وخت کې خوږ، اوبلن او د خټکي له خوږو هم ډک وي. دغه مېوه کېلو په شپږ زره روپۍ پلور کيږي.
د توکیو مېشتې رسنۍ سورا نیوز 24 په وینا ، د جاپان په دوه یم لوی ټاپو هوکایډو کې د بزګرانو لخوا یوه نوې ګرد شکله میوه کرل شوې چې نوم یې لیمون میلون دی.
د رسنیو په وینا، د لیمو خټکي کرنه لاهم په محدوده کچه ترسره کیږي، یوازې پنځه بزګران يې په هوکایډو کې کري.
دغه نوې میوه د خټکي په څیر ده خو شنې پټې نه لري او دننه برخه يې هم سپينه ده.