سرطان 24, 1402 19:07 Asia/Kabul
  • له یوې نوې ټاکنې سره د واټساپ د امنیت لوړول

د واټساپ په مسینجر کې د ګروپونو کاروونکو لپاره د نورو څخه د دوی د تلیفون شمېرې د پټولو د امکان له چمتو کولو سره امنیت لا ډېروي.

معمولا د هغو کاروونکو نومونه چې د WhatsApp ګروپ کې دي له یو بل څخه پټ دي.

البته، د ګروپ اډمین یو استثنا دی او د ټولو کاروونکو نومونه پیژني. مګر لکه څنګه چې د WABetaInfo ویب پاڼه تشریح کوي، که تاسو په یوه ګروپ کې یو پیغام ته ځواب ووایاست، ستاسو د تلیفون شمیره ناڅاپه ټولو ته ښکاره کیږي او تاسو خپل هویت له لاسه ورکوی.

 د "د تلیفون شمیرې محرمیت" یا (Phone Number Privacy) له ځانګړتیا سره ، دغه ډول ستونزه به نوره شتون ونلري او کارونکي کولی شي خپل د تماس معلومات له سترګو پټ کړي.

په یاد ولرئ چې یوازې د ډلې غړي دې وسیلې ته لاسرسی لري. که تاسو ګروپ جوړ کړئ یا مدیر یاست WhatsApp تاسو ته اجازه نه ورکوي چې خپله تلیفون شمیره پټه کړئ.

تگ