له مصنوعي خوږو او ګاز لرونکو څښاکو ځان وساتئ!
سرطان 24, 1402 18:16 Asia/Kabul
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، هغه خواږه چې له شکرې نه پاک مشروباتو کې کارول کیږي د سرطان احتمالي لامل کېدای شي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي دي چې aspartame، یو ډول مصنوعي خواږه دي چې له شکرې پاکو څښاکو کې کارول کیږي او د سرطان احتمالي لامل هم بلل شوی دی.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د سرطان په اړه د څیړنې نیمه خپلواکې نړیوالې ادارې (IARC) چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په چوکاټ کې کار کوي په دې برخه کې خپل وړاندیزونه خپاره کړي دي.
Aspartame په پراخه کچه د بورې څخه په پاک څښاکو یا شوګر فري څښاکو ، د رژیم نرم څښاکونو ، ژاولو او ګڼو خوراکي توکو کې کارول کیږي.