د نړۍ سرګردانه او بوخت هوايي ډګر پېژنئ؟
سرطان 21, 1402 17:47 Asia/Kabul
په نړۍ کې تر ټولو بوخت هوايي ډګر د متحده عربي اماراتو یا دوبۍ هوايي ډګر دی او د بوخت هوايي ډګر ریکارډ يې په خپله نامه کړی هم دی.
په نړۍ کې ډېر هوايي ډګرونه شته خو ځينې يې بیا تر ټولو ډېر سرګردانه او بوخت هواييي ډګرونه ګڼل کيږي.
ویل کيږي چې د دوبۍ له میدانه په روان کال کې د جولای له میاشتې راهيسې تر اوسه له څلورمیلیونو څخه ډېرې الوتنې شوې دي. په دې پسې د لندن د هیترو میدان او بیا د هالینډ د امستردام هوايي ډګر وروسته ځایونه لري.
د متحده عربي اماراتو هوايي ډګر د اوسنۍ ټکنالوژۍ په ټولو توکو سمبال دی او د مسافرو اړتياوو ته په کې ټولې اسانتیاوې شته.