د شخصي حفظ الصحې ۷ توکي چې ستاسو شخصیت ورسره ښه کيږي
په ښه حفظ الصحه کې د بدن ټولې بهرنۍ برخې پاکې او سالم ساتل شامل دي. دا اړینه ده چې فزیکي او رواني روغتیا دواړه وساتل شي اوداسې نه کول بدن له روغتیايي ستونزو او خطراتو سره مخ کوي. شخصي حفظ الصحې او نظافت ته لږه پاملرنه ستاسو شخصیت ته غیر معمولي ښکلا ورکوي.
د شخصي حفظ الصحې د کیفیت لرونکي توکو غوره کول
د شخصي حفظ الصحې لپاره کیفیت لرونکي محصولات وپیژنئ چې زموږ له اړتیاو سره سم وي. د ځان پاک ساتل په اسلام کې لوی او غوره شرط ګڼل شوی نو د ځان له پاکو ساتلو سره مو دنیوي او اخروي دواړه ګټې دي.
۱. صابون:
داسې صابون غوره کړئ چې ستاسو د پوستکي ډول سره سمون ولري.
2. د غاښونو پاکول او د غاښونو برش کول:
د غاښونو یو اغېزمن کریم هم غاښونه پاک او هم سالم ساتي.
3. Deodorant : Deodorant د بدن د بوی کنټرول او د لاس لاندې رطوبت دواړو لپاره اړین دی.
۴.شامپو او يخوونکی:
د ویښتو ډولونه یو ډول نه دي نو دا غوره ده چې تاسو د وېښتو لپاره غوره شامپو او يخوونکي وکاروئ!
5. د بدن لوشن:
د شاور کولو وروسته، د بدن لوشن ووهئ ترڅو ستاسو پوستکي هایدریټ کړي.
6. هغه توکي چې د سینګار د لېرې کولو په توګه او د مخ او غوږونو پاکولو لپاره کارول کېدی شي.
۷. نوک غوڅي او د ښکلي کولو توکي:
د نوکانو پرې کول د شخصي پاملرنې لپاره اړین دي. همدارنګه د سینګار کولو ځینې کیفیت لرونکي وسیلې وکاروئ ترڅو د نوکانو تر مینځ د میکروبونو لېږدولو څخه مخنیوی وشي .