څنګه د وېښتانو د وتلو مخه ونیسو؟
د ویښتانو د تویېدو ډیری لاملونه وي، خو هیڅوک دا نه خوښوي چې سر یې ګنجی وي او خلک ورته کټا ووايي.
که ستاسو ویښتان په چټکۍ سره توییږي، نو ځینې کورنی علاجونه وکاروئ! دا آزمایښتي او آزمویل شوي لارښوونې به نه یوازې د ویښتو تويېدل ودروي کړي بلکه د وېښتو راشنه کېدل به هم ډېرکړي.
د هګۍ ماسک:
د هګۍ ماسک کولی شي د وېښتو د لاسه ورکولو په مخنیوي کې مرسته وکړي، ځکه چې هګۍ په پروټین کې بډایه دي. د دغه ماسک د جوړولو لپاره، یوه هګۍ د زیتون غوړ سره مخلوط کړئ، بیا يې د ویښتو مینځلو وروسته په خپلو ویښتو کې واچوئ او د لسو دقیقو لپاره یې پریږدئ. کله چې وچ او جذب شي، نو ویښتان ومینځئ.
د ناریل شیدې:
د وېښتانو د تویېدو یو له اصلي لاملونو څخه په سر کې د رطوبت له لاسه ورکول او د سر د وچوالي زیاتوالی دی، ناریل د سر د رطوبت په بیرته راګرځولو کې مهم رول لوبوي، که د ناریل شیدې په ورځ کې یو ځل مالش شي او لس دقیقې پرېښودل شي نو د وېښتو په تويېدو کې به سمدلاسه توپير ته متوجه شئ.
د پیازو اوبه:
د پیازو اوبه د وېښتو په وده کې ډېره مرسته کوي. دا اوبه طبیعي درملنه ده چې د وېښتو د تویېدو مخه نیسي او د وېښتو وده ښه کوي. سلفر په پیاز کې موندل کیږي چې د وینې جریان ښه کويږ د دې کارولو لپاره، د پیازو عرق پر سر واچوئ او د پنځلس دقیقو لپاره یې پریږدئ، بیا مو په شامپو سره ویښتان پریمینځئ.
الو ویرا:
که تاسو د وېښتانو د تویېدو د مخنیوي په اړه اندېښمن یاست، نو له دې ستونزې څخه د خلاصون لپاره الو ویرا تر ټولو ښه وسیله کېدای شي. د الو ویرا بوټي اکثرا په کورونو کې موندل کیږي، خو خلک یې له ګټو بې خبره دي. د الو ویرا خالص جیل مالش کول سیبم لرې کوي ، هغه برخه چې د ویښتو ریښو ته زیان رسوي او د ویښتو تویېدل زیاتوي.