د وزن کمولو په اړه ځینې ناسم پوهاوي
د وزن کمولو لپاره تاسو له کوم ډول لارښوونو او لارو چارو ګټه اخلئ؟ ايا تاسو وږي ياست او خواړه نه خورئ؟
ډېری خلک اوس د وزن کمولو لپاره بېلابېل مېتودونه کاروي. د وزن کمولو په اړه ډېر ناسم پوهاوی او غلط فهمۍ شته. دلته يې د ځينو په اړه له تاسو سره معلومات شريکوو.
د وزن کمولو لپاره ډېره سبزۍ وخورئ
ډېری خلک په دې باور دي چې د سبزۍ او نورو مېوو خوړل به له تاسو سره د وزن په کمولو کې مرسته وکړي. په ټولو خوراکي توکو کې يو څه کالوري موجوده وي.
که ستاسو موخه د وزن کمول وي، تاسو بايد پوه وئ چې له سبزيو څومره کالوري اخلئ. یوازې د سبزيو خوړل هم وزن نه کموي.
ځينې خلک د وزن کمولو لپاره په مشروباتو لکه قهوه، شنه چای او نورو تکيه کوي. خو بايد پوه شو چې ځينې خوراکي توکي او مشروبات مو وزن نه کموي.
ځينې خواړه بيا ګټور نه وي خو ښايي د وزن په کمولو کې مرسته وکړي. مهمه دا ده چې متوزان خواړه وخورئ.
دا خبره هم ناسمه ده چې روژه ګټوره نه ده ځکه دا ستاسو سره د وزن په کمولو کې مرسته کولی شي.
لږ کالوري لرونکي خواړه ښه دي
د کم کالورۍ خواړه کولی شي له تاسو سره په پیل کې د وزن په کمولو کې مرسته وکړي، خو ډېرې څېړنې ښيي چې دا د اوږد مهال لپاره ګټور نه دي.
دا اړينه نه ده چې بېخي کاربوهايډرېټ وا نه خلی، خو تاسو يې بايد يوې سمې اندازې ته یې کم کړئ او پر ځای یې پروټین واخلئ، خو په هغه حالت کې چې دا ستاسو بدن ته ګټور وي.
هغه خواړه چې ډېر پروټين ولري ښه دي
دا هم ناسم پوهاوی دی چې لږ کاربوهايډرېټ لرونکی غذايي رژيم ښه دی. هغه کسان چې د کم کاربوهايدرېټو غذاييرژيم کاروي، هغوی ډېر پروټين خوري. کافي پروټين بدن ته اړين دي، دا د وزن کمولو لامل کېږي.
ډېری خلک په دې باور دي چې د لږ کالوريو لرونکي خواړه خوړل ستاسو سره د وزن کمولو کې مرسته کوي. داسې انګېرل کېږي چې منرالونه، پروټين او سبزیو خوړل د کالوريانو کچه محدودوي.
که ستاسو موخه د وزن کمول وي، تاسو بايد پوه شئ چې بدن مو څومره کالورۍ ته اړتيا لري او څومره کالوري ستاسو بدن سوځولی شي.
متوازن خواړه د وزن کمولو ښه لاره ده.
ځينې خلک وايي، د کمې کالورۍ لرونکي خواړه ستاسو وزن کموي خو تاسو بايد پوه شئ چې له دې خوړو کوم ډول ګټور مواد ترلاسه کوئ. دا مهمه ده.
د ډېر فايبر او لږ پروټينو لرونکيخواړه
ډېر خلک تاسو ته مشوره درکوي چې د وزن کمولو لپاره هغه خواړه وخورئ چې ډېر فايبر او لږ پروټين لري.
ځينې خلک وايي زما ملګری په اوونۍ کې يوه کيلو وزن کموي خو زما وزن نه کمېږي. دا په دې معنا ده چې هر څوک په ورته ډول وزن نشي کمولی.
د انسانانو بدن په بېلابېلو بڼو کار کوي.
هارمونونه، کوم ډول خواړه چې تاسو خورئ، ورزش، ستاسو د بدن مالګه او ذهني حالت د وزن په کمولو کې رول لري.
هېڅ داسې ثبوت نشته هغه کسان چې يو ډول خواړه خوري او يو ډول ورزش کوي په يوه اندازه وزن کم کړي.
صحي يا روغتيايي خواړه ګران دي
روغتيايي خواړه هغومره ګران نه دي لکه څنګه چې ځينې خلک فکر کوي. تاسو کولی شئ سبزي ډېره وخورئ. د غوښې پر ځای داسې خواړه وخورئ چې ارزانه وياو ډېر پروټين ولري.
د زياتو اوبو څښل د خوړو اندازه کموي
د خوړو پرېښودل او د مشروباتو بديل د وزن کمولو لپاره ګټور نه دي.
که تاسو داسې وکړئ، ستاسو بدن به د غذایي موادو له کمښت سره مخ شي، د بدن انرژي مو کمېږي دا ستاسو د روغتيا لپاره ښه نه دي.
کولی شئ له ډوډۍ مخکې اوبه وڅښئ يا له هرې ډوډۍ خوړلو مخکې سوپ وڅښئ.
د وزن کمولو لپاره لږ پا سپک تمرين غوره دی
د وزن کمولو لپاره تاسو کوم ځانګړي ورزشي پروګرام ته اړتيا نه لرئ. له ۷۰ تر ۸۰ سلنه وزن د متوازنو خوړو له لارې کمېږي.
تمرين ډېرې ګټې لري. په اوږد مهال کې ستاسو عضلې ځواکمنولی شي. دا د وزن کمولو ښه لار ده.
هر څوک بايد په منظم ډول تمرين وکړي او متوازن خواړه وخوري. د وزن کمولو لپاره تاسو بايد له غير صحي خوړو ډډه وکړئ.