د وینې شکر د کنټرول لاندې ساتلو اسانه لار زده کړئ!
که تاسو غواړئ چې د ټایپ 2 ډیابيټ په څیر ناروغۍ د تل لپاره له ځانه لرې وساتئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې ښه او پوره خوب کوئ. دا خبره په امریکا کې په یوه طبي څېړنه کې شوې ده.
د کالیفورنیا پوهنتون یوې څیړنې موندلې چې د ژور خوب پرمهال انسولین ته د بدن عکس العمل ډیریږي ، کوم چې په راتلونکې ورځ کې د وینې د شکر کنټرول ښه کوي.
د څېړنو له مخې همدا لامل دی چې د ښه خوب نشتوالی د شکرې د ناروغۍ خطر زیاتوي.
په دې څېړنه کې ۶۰۰ کسان شامل شوي او د هغوی د خوب کولو عادتونه څېړل شوي. څیړنې موندلې چې د ژور خوب پرمهال د دماغ څپې د بدن پاراسیمپاتیک عصبي سیسټم هڅوي. د عصبي سیسټم دا برخه بدن آراموي، کوم چې د زړه ضربان ورو کوي او د وینې رګونه پراخوي.
څیړونکو وموندله چې د دې سیسټم فعالول د انسولین په وړاندې د بدن غبرګون زیاتوي. انسولین هغه هورمون دی چې د وینې شکر کنټرولولو کې مرسته کوي حجرو ته لارښوونه کوي چې په وینه کې ګلوکوز جذب کړي، پرته له دې چې د وینې د شکر کچه لوړه کړي.
څیړونکو ویلي چې د خوب پرمهال د دماغ څپې یو داسې پروسې رامینځته کوي چې زموږ د بدن د وینې شکر د کنټرول سیسټم لپاره اړین دی. دوی ویلي چې خوب کولی شي د وینې لوړ شکر کنټرول او د ډیابيټ 2 ډول کنټرول کړي.
د څیړنې دغه پایلې د Cell Reports Medicine په ژورنال کې خپرې شوې.